سوزن رایس: روسیه په ښکاره توګه د امریکا په ټاکنو کې مداخله کوي

comments 0

176 Views

د امریکا د ملي امنیت یوې پخوانۍ سلاکارې سوزن رایس په خپله تازه مرکه کې ویلي د امریکا په ټاکنو کې د روسیې مداخله د شرم وړ ده.
د نوموړې په وینا روسیه په ښکاره توګه د امریکا په ټاکنو کې مداخله کوي خو ددغه مداخلاتو پر وړاندې د ټرمپ چلند هم د اندېښنې وړ دی.
رایس ویلي ټرمپ د امریکا په دې ټاکنو کې هم د بریا لپاره د روسیې مرستو ته سترګې نیولې دي او که داسې کوم څه وشي نو د ټاکنو پایلې به د امریکا خلکو ته د منلو نه وي.
تر دې وړاندې هم داسې تورونه پورې شوي چې ښایي ترمپ د روسیې په مرسته یو ځل بیا په امریکا کې واک ته ورسېږي.
سرچینه: www.hindukosh.com

Share this page to Telegram

Comments