سور چاې د سرطان د اخته کیدو خطر دوه برابره زیاتوي

comments 0

0 Views

تاسو به لیدلي وي ځينې خلک سور (ګرم) چاې زر زر څښي او ځینې تر هغو نه څښي تر څو سوړ شي بیا څښي خو هغو خلکو ته دا بد خبر ده چې سور چاې څښي ځکه داسې کسانو د سرطان په ناروغۍ د اخته کیدو چانس دوه برابره ده چې سور چاې څښي.
څیړونکو موندلې، هغوی چې خوښیږي یې د چای سوروالی یې له ۶۰ درجې سانتیګریډ (۱۴۰ درجې فارنهایټ) څخه لوړ وي او هره ورځ له ۷۰۰ ملي ګرامو زیات چای څښي د هغو کسانو په پرتله ۹۰ سلنه زیات د مرۍ په سرطان اخته کیږي، چې لږ او تود چای څښي.
د دغې مطالعې د مشر او له سرطان سره د مبارزې ټولنې استازي په وینا، ډیری خلک خوښوي چې سور چای، سره قهوه او دې ته ورته نور سره مایعات وڅښي، خو د دوی د رپوټ له مخې د سور چای څښل د مرۍ سرطان خطر لوړوي. غوره دا ده چې چای څو شیبې پریښودل شي چې لږ سوړ شي او بیا وڅښل شي، ترڅو له یادې ناروغۍ مخنیوی وشي.
د سرطان ناروغۍ په اړه د څیړنې نړیوال بنسټ په وینا، د مرۍ سرطان ناروغي په نړۍ کې د سرطان یو له ۸ معمولو ناروغیو څخه شمیرل کیږي، چې خورا مرګونې ده او په نړۍ کې هر کال ۴ لکوکسانو ژوند اخلي.

Share this page to Telegram

Comments