سور كړى فيل مرغ

comments 0

0 Views

لازم مواد :-
1- كوچنى فيل مرغ يوه دانه چي درې كيلو وي.
2- غوړي يا كوچي ( 300 ) ګرامه
3- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب:
فيل مرغ په ډېر ځير سره پاكوو، بيا غوړي يا كوچي په يوه غټ دېګ يا كړايې كي اچوو.
بيا د فيل مرغ شا و خوا پكښي سره كوو، وروسته دوه ګيلاسه اوبه ور اچوو، لږ مالګه، مرچ ور اچوو او سر يې ور بندوو او پر خام اور باندي يې ايږدو څو فيل مرغ پوخ سي.
كه چيري نه وي پوخ سوى لږ اوبه نوري ور اچوو. په پاي كي چي فيل مرغ پوخ سو بيا يې پر اور باندي ايږدو چي اوبه يې پر مخ وچي سي او په خپلو غوړو كي ښه سور سي. بيا يې په دېش كي ايږدو او د فيل مرغ پښې په مخصوصو كاغذو باندي ښايسته كوو.
كه چيري امكان ولري يو څو د كاهو يا د كرم پاڼگـي يې هم شا و خوا ته اوډو.

Share this page to Telegram

Comments