سوریه کې دوه بهرني سرتیري وژل شوي دي

comments 0

90 Views

هندوکش – سوریه : سوریي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې تیره ورځ بمي چاودنې له امله د امریکا او انګلستان دوه سرتیري وژل شوي دي.
پنتاګون نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې یاد کسان د سوریې په شمال کې د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي‌ ماین په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړ.
پیښه د سوریې په شمال کې د منبیج په سیمه کې رامنځته شوې وه.
د انګلستان د دفاع وزارت هم د خپل یو تن سرتیري‌ د وژل کیدو د خبر پخلی کړی دی او ویلي‌ دي چې دا سرتیری د داعش پر خلاف ترهګرې ډلې پر خلاف په عملیاتو کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments