سوریه کي د ایرانِ پوځ یو قوماندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: ایراني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې سوریې کې د ایران د قدس ځواکونو یو قوماندان خیر الله صمدي وژل شوې دې.
د خبرونو پر بنسټ، یاد قوماندان د سوريې په ابو کمال ښار کې داعش ډلې پر وړاندې په جګړې کې وژل شوې دې.
نوموړې د قدس د ځواکونو د عمومي قوماندان قاسم سلیماني تر فرمان لاندې کار کاوه او د یو غنډ مشر هم په غاړه وه.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د سوریې په جګړه کې ایران ډیرې قوماندانان له لاسه ورکړي او د راپورونو پر بنسټ د سوریې په جګړه کې د ایران ۲۴۰۰ تنه امنیتي ځواکونه تر اوسه وژل شوي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *