سوریه: داعش ملکي وګړي برمته کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – سوریه: د سوریې په سویل کې داعش ډلې ۲۷ ملکي وګړي برمته کړل.
سوریه کې د بشر حقونو د څار اداره وايي په دغه برمته شویو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
برمته شوي کسان د دروز قوم پورې اړه لري چې له ۷ تر ۱۵ کلونو پورې ۱۶ ماشومان پکې دي.
سیمه کې عیني شاهدان وايي له برمته کیدو وړاندې جګړه وشوه چې ۵۷ کسان پکې و وژل شول.
داعش ډلې د دغو برمته شویو کسانو ویډيو هم خپره کړې چې له حکومت څخه د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي او ګواښ کوي چې که بندیان یې خوشې نشي، برمته شوي کسان به و وژني.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments