سناتورانو پرافغان حکومت نیوکي وکړې

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل : د مشرانو جرګې غړي وایي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر څو ورځې مخکې خبر ورکړ، چې تر راتلونکو دوو اونیو به د طالبانو او حکومت مخامخ مذاکرات پیل شي دغه څرګندونې د طالبانو له لوري په مستقیم ډول رد شوې او زلمي خلیلزاد یې هم پخلی و نه کړ.
د مشرانو جرګې غړو ویلي، چې حکومت د سولې د خبرو په برخه کې کاملا د معلوماتو په خلا کې دی او د سولې د مذاکراتو په تړاو د حکومتي چارواکو څرګندونې تر ډيره د طالبانو او امریکا له لوري رد شوې دي.
په ورته مهال سناتوران له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو ټینګارهم کوي.
د مشرانو جرګې غړي وايي، که امریکا غواړي خپل سرتیري له افغانستان وباسي، دغه چاره باید د یوه میکانیزم په اساس وي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments