سمنګان کې هغه کسانو خوشې شو چې طالبانو تښتولي وو

comments 0

0 Views

هندوکش – سمنګان: د افغانستان په شمال کې د سمنګان په ولایت کې تیره ورځ د طالبانو لخوا تښتول شوي څه باندې ۵۰ تنه خوشې شوي دي.
د ویلو ده چې طالبانو تیره ورځ د سمنګان ولایت د دره صوف د ولسوالۍ د خوش درې د سیمې نه ۵۱ تنه د ډبرو سکرو د لاریو چلوونکي وتښتول.
د سیمې سپین ږیرو او قومي مشرانو د نوموړو کسانو د خوشې کولو په خاطر د طالبانو سره په خبرو پيل وکړ.
طالبانو د سیمې د سپین ږیزو او قومي مشرانو په غوښتنه تښتول شوي کسان خوشې کړل.
د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوال عبدالیقین خبري رسنیو ته ویلي دي چې تښتول شوي کسان تیره شپه خوشې شوي دي. هغه ویلي دي چې دا کسان د سیمې د قومي مشرانو په منځګړتوب او غوښتنه خوشې شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments