سعودي کې زیات افغانانو ته پاسپورتونه ویشل شوي

comments 0

28 Views

هندوکش- سعودي: بهرنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه یې په سعودي عربستان کې مېشت افغانانو ته له سل زرو زیات پاسپورتونه وېشلي دي.
دغه وزارت وایي، د پاسپورتونو د وېش لړۍ وروسته به په سعودي عربستان کې د افغانانو حقوقي ستونزې وڅېړي او د حل په موخه به یې اقدام وکړي.
په ریاض کې افغان سفیر سید جلال کریم، زده کړې، روغتیا، د کار جواز، مالیات او داسې نورې هغه برخې یادې کړي چې هلته مېشت افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.
بهرنیو چارو وزارت ډاډ ښودلی چې د یادو ستونزو په حل کې به جدي اقدام وکړي.
دغه راز بهرنیو چارو وزارت ویلي، له ترکیې هېواد سره به په دغه هېواد کې د مېشت افغان مهاجرو د انساني حقوقو د خوندیتوب په موخه خبرې اترې وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments