سعودي ښځو ته پوځ کې د شاملیدو اجازه ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – عربستان: راپورونه وایي، سعودي د خپل هیواد د پوځ په لیکو کې د ښځو شاملیدلو ته اجازه ورکړه.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي دغه اعلان د سعودي د ملکي امنیت مشر وکړ.
د راپورونو له مخې د اوس لپاره یوازې د ریاض، مکې او مدینې اوسیدونکي کولای شي په پوځ کې د شاملیدو عریضې وړاندې کړي.
سعودي حکومت وايي هغه ښځې چې غواړي په پوځ کې برخه واخلي عمرونه یې باید له ۲۵ تر ۳۵ اوسي.
دا اجازه وروسته له هغې ورکول کیږي چې څه موده وړاندې یې عربي ښځو ته د موټر چلولو او لوبغالي ته د تګ اجازه هم ورکړې وه.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *