سعودي په امریکا زړه بایللی

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: د سعودي شهزاده وايي له ټرمپ سره مې کار او همکاري خوښیږي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وايي له ټرمپ سره ملګرتيا او کار ورته ارزښت لري او له دغې همکارۍ خوند اخلي.
محمد بن سلمان دغه خبرې وروسته له هغې وکړې چې ټرمپ ګواښ وکړ که د امریکا مرستې بندې شي منځنی ختیځ دوه اونۍ نه شي پاتې کیدی.
د سعودي حکومت ادعا لري چې سعودي د منځني ختیځ د پرمختللو هیوادونو د کتار په سر کې دی او د تیلو سوداګري یې په ټوله نړۍ کې بې سارې ده.
د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له ټاکل کیدو وروسته د امریکا او سعودي ترمنځ اړیکې ډيرې نږدې شوې دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments