سعودي له افغانانو سره د مرستو ډاډ ورکړی

comments 0

1167 Views

هندوکش –کابل: سعودي عربستان یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
کابل کې د سعودي عربستان سفیر وايي،په ټول توان به په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت هڅه وکړي،او په دغه برخه کې مالي همکاري هم نه سپموي.
سعودي عربستان ډاډه دی چې د هېواد له لوري فشارونه به یې طالبانو د سولې خبرو ته چمتو کړي.
د سعودي سفارت کابل کې یو ځل بیا له افغان بې وزلو سره د شاوخوا یو سل او پنځوس ټنه خرما مرسته وشوه.
د سعودي سفارت دا خرما سرې میاشتې ته ورکړه چې په بې وزلو به یې وویشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments