سعودي عربستان: هند کې به ۱۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: په نوي ډيلي كې د سعودي عربستان سفير سعود بن محمد الساطي اعلان کړى، چې هېواد يې په هند کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو پانګونه کوي.
نوموړي رسنيو ته په خبرو کې څرګنده کړې، رياض هوډ لري، چې په هند كې په مختلفو برخو کې د ۱۰۰ ميليارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
ده ويلي، چې دا پانګونه به د انرژۍ، زېربنا، کاني موادو او نورو برخو کې ترسره شي.
الساطي زياته كړې، چې سعودي عربستان به په هند کې د تېلو، ګازو او کانونو په برخو کې هم خپله همکاري پراخه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ ۳۴ ميليارد ډالري پانګونه ډېره کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments