سعودي عربستان نه د افغان حاجیان د راستنیدو لړۍ سبا پیلیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: چارواکي وايي چې له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ سبا پیلېږي او په دېرشو ورځو کې به پای ته ورسېږي.
د وزارت مرستیال داعي الحق عابد وویل: چې د چهارشنبې په ورځ به له سعودي عربستان څخه ۸۰۰ افغان حاجیان په درېیو پروازونو کې افغانستان ته راستانه شي.
نوموړي زیاته کړه: «د چهارشنبې په ورځ د مازدیګر په څلورو بجو زموږ د حاجیانو لومړنى پرواز د مزار شریف ښار ته دی، دویم پرواز د ماښام په شپږو بجو کابل او درېیم پرواز د شپې په اتو بجو هرات ولایت ته دی».
عابد وویل: دا ځل د حج مراسمو د ترسره کولو پر مهال لس تنه افغان حاجیانو د عمر د زیاتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه لادرکه شوي دي.
یاده دي وي چې تیر کال په پرتله سږکال افغان حاجیانو لپاره کلک امنیتي تدابیر او سعودي کې اوسیدو لپاره ښه موقعیتونه په نظر کې نیول شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *