سعودي: د کرونا ویروس یوه مثبته پیښه تاییده شوې

comments 0

1 Views

هندوکش – سعودي: په سعودي عربستان کې د روغتیا وزارت ویلي، په دې هېواد کې په کورونا وېروس یو کس ثابت شوی، چې ویل کېږي تونسی دی او له ایټالیا ورغلی دی.
ځینې رپوټونه وايي، چې په کورونا اخته دغه کس له ایران نه د بحرین له لارې سعودي ته تللی دی
د اردن د روغتیا وزارت هم ویلي، چې په کرونا وېروس یو اخته اردنی وګړی له ایټالیا ورغلی، خو وايي یو بل کس یې قرنطین کړی دی.‌
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په څه باندې ۸۵ هېوادونو کې تر ۹۰ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي او د مړو شویو شمېر تر ۳۰۰۰ اوښتی دی.
تېره ورځ تایلنډ او استرالیا کې هم د کورونا وېروس له کبله لومړنۍ مړینې اعلان شوې.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments