سعودي د علماوو کنفرانس ته تمه لري

comments 0

77 Views

هندوکش – سعودي: ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو کنفرانس او د سعودي عربستان د حکومت په نوښت، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په موخه نړيوال کنفرانس په جده او مکه کې دوه ورځې وشي.
کنفرانس کې له ٣٣ د ډېرو اسلامي هېوادونو ١١٠ ديني عالمان ګډون لري چې د افغانستان په سوله او ثبات به بحث وکړي.
د ٣٦ ديني عالمانو په ګډون افغان پلاوى په ياد کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي ته تللی.
کنفرانس کې طالبانو ګډون نه لري، خو د ولسي جرګې ځینې غړي په دې کنفرانس کې د طالبانو ګډون اړین او اغیزمن یاد کړی.
د سعودي د جوماتونو رییس شيخ عبدالرحمن سديس د رياض له يوې ورځپاڼۍ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې په سعودي کې د ياد کنفرانس جوړېدل د سعودي د پاچا خادم حرمين شريفين په ځانګړي اهتمام ترسره کېږي.
(( افغانستان کې د سولې لپاره د سعودي عربستان په کوربه توب جوړېدونکى دغه کنفرانس پر سوله او امن د سعودي د ټینګار معنا لري. په دغه کنفرانس کې به د افغانانو په ګډون د اسلامي نړۍ ډېر ديني عالمان ګډون وکړي او دغه ‌‌‌‌‌‌ډول هڅې د مسلمانانو په خير او په ټوله نړۍ کې د ثبات په ټينګښت او د افراطيت په له منځه وړو کې ګټورې دي.))
له دې سره د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان له لوري افغان او پاکستانیو علماوو ته په استول شویو بلنلیکونو کې د افغانستان ټولې وسله والې ډلې ترهګرې بلل شوې دي.
دغه بلنلیکونه چې د سازمان د عمومي سکرتر او د عربستان د کابینې د مخکېني وزیر له لوري لاسلیک شوي د کنفرانس د رابللو لامل په افغانستان کې د وسله والو ډلو له لوري د جګړې د جواز ردول بلل شوي.
ندیم خپلواک

Share this page to Telegram

Comments