سعودي: ایران به د خپلو کړنو دروند پور پرې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وایي، ایران به د خپلو جګړییزو فعالیتونو پر دوام دروند پور پرې کړي.
هغه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره په لیدنه کې ویلي، دوی جګړه نه غواړي خو که ایران خپلې کړنې سمې نه کړي نو سخت به پښېمانه شي.
عادل زیاته کړې، سعودي په سوله ییزه توګه د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ حلولو غوښتونکی دی خو ایران ستونزې لا ډېروي او اجازه نه ورکوي چې دا کړکېچ راکم شي.
د هغه په وینا اوس به د دوی ټوله هڅه دا وي چې څه ډول کولی شي ایران له پاروونکو اقداماتو را وګرځوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments