سعودي او امریکا په ګډه پر ایران نیوکې کړي

comments 0

8 Views

هندوکش – امریکا: امریکا وایي که ایران د جګړې جرات وکړي نو دا به په رسمي توګه د ایران د ختمولو په مانا وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه هېواد دې د جګړې جرات نه کوي. دده په خبره ایران ته دا هم نه ده په کار چې امریکا ته ګوتڅنډنه وکړي او بېځایه خبرداري ورکړي.
دده په خبره که ایران د برید او جګړې جرات وکړي نو دا په رسمي توګه د ایران د ختمولو په مانا وي.
په ورته وخت کې د سعودي عربستان چارواکو ویلي، ایران په سیمه کې جګړو ته لمن وهي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي ایران هڅه کوي په سیمه کې جګړه پیل کړي، نو که داسې وشي دغه هېواد به له سختو ستونزو سره مخ شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments