سعودي او امریکا په افغان سولې خبرې کړي

comments 0

27 Views

هندوکش – سعودي:د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس او د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، جمیز ماټیز د هغو طالبانو پر خوندي ساتلو بحث کړی، چې د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي او یا هم د یو ځای کېدو لېوالتیا لري.
د سعودي عربستان شهزاده هم د افغان سولې بهیر کې د مرستې لپاره چمتووالی ښوولی دی.
له دې وړاندې هم د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سر منشي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې داسې نښې يې موندلي چې زیات شمېر طالب مشران د سولې بهیر ته لېواله دي.
طالبانو یوه میاشت مخکې له امریکايي چارواکو غوښتي وو، چې قطر کې د دوی د دفتر له مسوولینو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments