سرچینې: په هلمند کې د القاعدې ترهګرې ډلې پنځه مهم غړي وژل شوي دي

comments 0

2641 Views

هندوکش – هلمند: تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو دهلمند ولایت موسی قلعه ولسوالی اړوند دتخت پل کلی کی یو لړ هوایی عملیات ترسره کړل چی په پایله کی يی دالقاعده شبکی پنځه مهم غړی وژل شوي دي.
د لومړنیو راپورونو پر بنسټ یادو عملیاتو کې د دغی شبکی دری ښځینه مهمی غړی چی په اردو او انګلیسی ژبو یی خبری کولی ژوندی نیولی او د تحقیقاتو لپاره له ځان سره راوړل شویدی.
د راپورونو له مخې، په یادو عملیاتو کې د دوی دغه مهم مرکز، له څلور میله کلاشنکوفونو، یو میل سکیل، یو میل تفانچه، یو شمیر وسایط، مهمات، او تهجیزاتو سره له منځه وړی دی.
یاده دې وي چې یادو عملیاتو کې (١٢) بابه تلیفونان،سره د خارجی او داخلی سیمکارتونو، (٦) بابه کمپیوتری،(٥)بابه هارډ ډکس، (٢٠)دانی فلشونه، (٤٠٠٠٠٠) څلور لکه پاکستانی کلداری،(٧٥٠٠) یورو، افغان ځواکونو له ځان سره راوړی دی..
ځایي چارواکي وايي چې په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نه دې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments