سرچینه: ولسمشریزه ټاکنې له ټاکلې نېټې ۳ میاشتې وروسته کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له دې سره ځینو حکومتي سرچینو هم ویلي، چې ولسمشریزې ټاکنې به درې میاشتې وځنډیږي.
د حکومت یوې باوري سرچینې ویلي، چې د ټاکنو کمېسیون د ملي امنیت شورا ته يوه داسې طرح وړاندې کړې چې له مخې به یې ولسمشریزې ټاکنې د حمل د ۳۱ مې پر ځای درې میاشتې په ځنډ سره تر سره شي.
د دغې سرچینې په خبره، ټاکل شوې چې د ټاکنو کمېسیون تر راتلونکو څو ورځو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ځنډ موضوع رسماً اعلان کړي.
تر اوسه ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اجرائیه ریاست ويلي، که د ټاکنو کمېسیون له لوري هره نېټه اعلان شي، حکومت له دغه کمېسیون سره همکارۍ ته چمتو دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments