سرچینه: ملا منان د پاکستان د معلوماتو پر اساس وژل شوی

comments 0

0 Views

په هلمند کې د طالبانو تر ټولو مهم او ځواکمن قوماندان د ځای ځایګي معلومات د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د استخباراتي معلوماتو د شریکېدو د پروګرام په ترڅ کې د افغانستان حکومت ته ورکړي دي. دا خبره یوه لوړ رتبه افغان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ډاټ کام ته وکړه.
سرچینه وايي چې له ډېره وخته افغان حکومت هڅه کوله چې دا طالب ځواکمن قوماندان په نښه کړي، خو د هغه د ځای ځایګي د معلومولو توان یې نه لاره، په دې وروستیو کې د پاکستان استخباراتي ادارې آی آیس آی د ملا منان اخوند د ځای ځایګي معلومات ترلاسه کړي او د هغه د مسلسل څارلو په باب یې افغان حکومت خبر کړی دی.
که څه هم تر دم ګړیه د افغانستان حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو ملا منان د طالبانو په لیکو کې هغه قوماندان وو چې له پاکستان سره یې سخت مخالفت درلود. نوموړي ‌په بیا بیا له پاکستاني ځواکونو سره د ډیورنډ پر کرښه نښتې کړې وې.
ملا منان که څه هم له عام ولس نه د عشر او زکات غوښتنه نه کوله، خو داسې ‌ویل کېږي چې د هلمند ځینو لویو پیسه دارو تجارانو به دومره امکانات ورکول چې نوموړي به له نورو ولایتي قوماندانانو سره هم شریکول. د ملا منان وړتیا دا هم بلل کېده چې هغه به د ځان ساتنې په موخه اکثره ډېر عادي ګرځېده، خو په دې مشهور وو چې د نشيي توکو کارخانې یې په کلیو کې نه پرېښودې او تر ډېره بریده یې په خپل ولایت کې طالبانو ته دا واک ورکړی وو چې په تاروزي‌ حالت کې واوسي.
ملا منان اخوند ته یوې نېژدې سرچینې خبریال ډاټ کام ته وویل چې د طالبانو ډېری مشرانو په بیا بیا هڅه کړې وه چې ملا منان اخوند پاکستان ته بوځي، خو هغه په دې مورد د چا خبره نه منله. سرچینه وايي چې ځینې طالب زندانیان هم پاکستان د ملا منان د خوشحاله کولو په موخه له زندانونو نه خلاص کړي وو.
د هلمند یوه امنیتي مامور خبریال ډاټ کام ته وویل چې د ملا منان د ټپیانو درملنه به په ایران کې کېدله او تر ډېره بریده د ایران له لوري وسلې او امکانات ورکول کېدل، خو طالبانو دغه ادعا رد کړه.
ملا عبدالرحیم چې مشهور په ملا منان اخوند وو،‌ د طالبانو په لیکو او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په خلکو کې خورا محبوبیت موندلی وو. هغه ته نېژدې سرچینې وايي چې د طالبانو ځینو مشرانو یې له ویرې ننګه او ملاتړ کاوه او ځینو نورو بیا ډېره مینه ورسره لرله. د هغه یو کور په پاکستان کې وو چې له تېرو دریو کلونو نوموړی نه وو ورغلی.
د ملا منان تر شا هم یو ډېر لوی طالب ځواک پاتې شو چې د نورو طالبانو برخلاف یې یوازې د خپل مشر خبرو ته غوږ ایښودلو. د ملامنان اخوند ملګري که په دې خبر شي چې مشر یې د پاکستاني استخباراتي ادارې د معلوماتو پر اساس وژل شوی، ښايي په زغرده د خپل مشر غچ واخلي.
که څه هم پاکستان پلوه کړۍ دا هڅه کوي چې د هغه د ملګرو د بریدونو لوری د افغان عسکرو او امریکايي ځواکونو خواته بدل کړي، خو ښايي د دغه برید اصلي‌ معلومات ورکوونکي هم خوندي پاتې نشي او د ملامنان د ملګرو د بریدونو هدف وګرځي.
سرچینه: خبریال

Share this page to Telegram

Comments