سرچینه: ای اېس ای د طالبانو او حقاني شبکې غړي، په جیش محمد او البدر ډلو کې جذبوي

comments 0

5 Views

هندوکش ــ کابل: وروسته له هغه چې د افغان سولې پروسه پیل شوې، د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې پدې هڅه کې دي چې د دغه پروسې له کمیابیدو وروسته په افغانستان کې جګړه روانه وساتي.
یوې سرچینې هندوکش خبري اژانس ته وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای، د دوی تر تاثیر لاندې د جیش محمد او البدر په نوم تروریستي ډلو مشرانو ته دنده سپارلې چې د افغان سولې پروسې سره همهاله د حقاني شبکې او طالبانو هغه غړي جذب کړي، چې د سولې په روانه پروسه شک لري.
دغه سرچینه وايي چې دغو ډلو ته د ای اېس ای لخوا یو لړ امکانات ور کړل شوي، له مخې یې وکولای شې په اسانۍ سره د حقاني شبکې او طالبانو مهم غړي جذب کړي.
سرچینه زیاتوي چې د جیش محمد او البدر ډلې مشرانو ته دنده سپارل شوې چې د حقاني شبکې او د طالبانو له ډلې جذب شوي کسان تر روزنې لاندې ونیسي او په افغانستان کې له ممکنه سولې وروسته یې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړې ته واستوي.
د چارو شنونکي پدې باور دي، چې پاکستان به هېڅکله له خپلو هغو اهدافو په شاه نه شي، په افغانستان کې یې د جګړې له لارې لټوي، د دوی په وینا دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې ثابته کړي جنګیالي یې نورو تروریستي ګروپونو سره نه یو ځای کیږي.
سپوږمۍ

Share this page to Telegram

Comments