سرپل کې طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

2893 Views

هندوکش – سرپل: د کورنیو چارو وزارت رسنیز څانګې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په یولړ عملیاتو کې د طالب ترهګړې ډلې شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبر له مخې، تېره شپه امنیتي ځواکونه د سرپل-جوزجان پر لویه لار له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
خبر زیاتوي چې، د یادې نښتې په ترڅ کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د نښتې پرمهال د عامه ساتنې دوه سربازان هم ټپیان شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments