سرپل کې د طالبانو یو سر ګروپ وژل شوی، چې پلان یې درلود د رای ورکوونکو ګوتې پرې کړي

comments 0

82 Views

هندوکش ــ سرپل: د سرپل ولایت د پولیسو ویاند نورآقا فیضي وایې چې سرپل کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو داسې سر ګروپ وژل شوی چې دی او ډله یې مؤظف شوي، چې د رای ورکوونکو ګوتې پرې کړي.

د ښاغلي فیضي په وینا قاري ناصر په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو د پېژندلو لپاره د سانچارک ولسوالۍ په توپخانې سیمه کې پوسته جوړه کړې وه.

نوموړي وویل چې د طالبانو دغه سر ګروپ د سیمې له خلکو باج هم اخیسته، د افغان امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې د قاري ناصر دوه نور ملګري هم وژل شويدي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی و چې اجازه به ورنکړي په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې وشي، خو خلک د رای مرکزونو په طرف لاړل او په ټاکنو کې یې برخه واخیسته.

عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments