سرپل کې د طالبانو په جوړه شوي غونډه هوايي برید شوی دی

comments 0

92 Views

هندوکش ـ سرپل: د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي خبر ورکوي،چې د سرپل د سوزمه کلا ولسوالۍ په کته کلا کلي کې د وسلوالو طالبانو پر جوړه شوي غونډه هوايي شوی دی، په یاد هوايي برید کې د وسلوالو طالبانو د دفاع وزیر ملا مزمل او د سیمه ییزو مشرانو په ګډون په لسګونو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني هم د یاد هوايي برید د منلو تر څنګ ویلي دي، په کته کلا کې د طالبانو په یوه لویه غونډه په نښه شوې ده. زیاته یې کړه، چې په یاده پېښه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments