سرپل کې امنیتي او غیر مسوله وسله والو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – سرپل: په سرپل کې ځایي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې امنیتي او غیر مسووله وسله والو ترمنځ نښتو مرګ ژوبله اړولې ده.
د چارواکو په وینا،د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره د نا مسوولو وسله والو نښته کې پنځو دولتي ځواکونو او شلو نا مسووله وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وايي، چې د مهدي مجاهد په نوم د نا مسوولو وسله والو قوماندان په بلخاب ولسوالۍ کې د ټاکنو ترسره کېدو او ټاکنيز کمپاين مخنيوى کاوه او تېره ورځ مازديګر مهال يې کسانو د دې ولسوالۍ په دهنه سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه پيل کړي دي.
ده ونه ويل چې مهدي ولې د ټاکنو مخنيوى کاوه. د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ياده نښته کې د دولتي ځواکونو شپږ او له نا مسوولو وسله والو اته تنه وژل شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې په دې نښته کې له دولتي ځواکونو اته تنه او له نامسوولو وسله والو ١٢ تنه ټپيان دي. د والي وياند وايي، جګړه روانه ده او دولتي ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه هم کړې، خو تر اوسه ورته مرسته رسېدلې نه ده.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments