سروې: څلور افغان لوبغاړي د هغه شل کسانو په ډله کې دي، چې را روانه لسیزه به پر نړیوال کرېکټ راج وچلوي

comments 0

9 Views

هندوکش ــ کابل: د کرکټ‌ مشهور ویبسایټ اس پي ان د نړۍ د کرکټ ۱۵ بېلابېل روزونکي، لوبغاړي، د لوبو مبصرین او څېړونکي پوښتلي هغه ۲۰ لوبغاړي ورته په ګوته کړې چې را روانه لسیزه به په نړیوال کرکټ باندې راج چلوي او ښه به ځلیږي. په دغو ۲۰ لوبغاړو کې څلور افغان لوبغاړي، نور احمدلکڼوال، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز او قیس احمد هم شامل دي. چې دوه بیټسمینان او دوه بالران دي.
د کرېکټ مبصرین وایې چې راروانه لسیزه د دوی او نورو ځوانو افغانو لوبغاړو ده.
دغو مبصرینو ویلي چې افغانسان د کرېکټ ښه راتلونکی لري، پخوانیو لوبغاړو ته پکار ده، ځوانو لوبغاړو ته چانس ور کړي او په روزنه کې یې هڅې درېغ نه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments