سرور دانش: د طالبانو د سولې هڅې یوازې شعار دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: یوې ناستې ته خبرو پر مهال د ولسمشر دویم مرستیال وويل، څو چې طالبانو له تاوتریخوالي لاس نه وي اخستی، د هغوی د سولې هڅې یوازې شعار او د عامه اذهانو تېر ايستل دي.
سرور دانش چې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، له امریکا سره د طالبانو مذاکرات د سولې په معنا نه دي، ځکه په وینایې افغان حکومت د جګړې اصلي لوری دی او باید د دې پروسې د بریالیتوب لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
دانش وایي، ټاکنې د سولې د څنډې ته کولو په معنا نه دي او افغان حکومت هڅه کوي چې ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت او شفاف ډول ترسره کړي.
سرور دانش وایي، طالبان لاهم پرخپل دریځ ټینګار کوي،خو په وینایې افغانان د تير تکرار نه غواړي. د ولسمشر مرستیال داسې مهال وسله وال طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته را بولي، چې دوی وايي لومړی له امریکا او وروسته له افغان حکومت سره خپله ستونزه حل کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments