سره مڼه او صحت ته یې ګټې

comments 0

0 Views

هره مېوه چې ښه پښه شي د خوراک شي. که یوه مېوه په داسې وخت کې و خوړل شي چې پوره پښه نه وي بیا د هغې مېوې له خوراکه هغه ګټه نه شي ترلاسه کیدای کومه چې پکې شتون لري، څومره چې یوه میوه د پښیدو موده پوره کوي هومره یې قوت، خوند او رنګ خپل ځای ته رسیږي چې د پښې شوې میوې په خوراک کې یو انسان ته هغه ټولې ګټې چې مېوه یې لري، تر لاسه کیدای شي.
یو شمیر مېوې دي، چې هغه د سره رنګ په پوره کیدو سره پښیږي، ځینې بیا د زیړ او ځینې یې د تور رنګ سره چې هره یوه میوه په خپل ذات کې خپل رنګ او ښه وال لري د ټولو پښو شوو مېوو خوراک انسان ته ګټه رسوي.
په سره رنګ میوو کې انار، مڼه، شفتالو، ګیلاس، سنتره، تتروس، ګازرې، سره رومي، سټاپري، سنځلې او… چې دا میوې کله پوره پښې شي په خوراک کې یې شته ګټې ټولې ترلاسه کیدای شي.
مڼه هغه ګټوره میوه ده، چې سور رنګ لري. روغتیاپوهان وايي د مڼې سور پوستکی باید د خوراک پرمهال لرې نه کړل شي او له پوستکي سره وخوړل شي، ځکه د مڼې په سور پوستکي کې شته مواد دسرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.
د چاعمر چې له ۴۵ او یا له ۵۰کلونو واوړي په وجود کې یې کلسترول پیداکیږي په بدن بد اغیز کوي، د مڼې په سور پوستکي کې دا قوت شته چې کلسترول کنترول کولای شي او هم که په دوامداره توګه مڼه وخوړل شي نو د ښکلا سبب هم ګرځي.
که مڼه څوک د پوستکي سره خورې د هغوی غاښونه بل تل پاک، سپین، کلک او له وریو به یې وینه نه ځي، ځکه د مڼې پوستکی د غاښونو د وریو مقاومت زیاتوي.
روغتیاپوهان و ايي، مڼه انتي اکسیدان لري چې په دې ښه والي سره د یو شمیر ناروغیو مخه هم نیولای شي. په مڼه کې هغه مواد شته چې انسان په ذهني توګه هم ارامه وي او هم یې زړه او مغز ته قووت وربخښي.
لقمان حکیم نه پوښتنه وشوه چې کوم خوراک د انسان بدن سالم ساتي؟ هغه ځواب ورکړ، د دوامداره مڼې خوارک، بیاترې وپوښتل شول که دوامداره ونه خوړل شي؟ ویې ویل، یوه ورځ پس، بیا وپوښتل شول که داهم ونه شي؟ بیا یې وویل، په اونۍ کې یوځل، په څلورم ځل وپوښتل شول که بیاهم د چا توان نه وي؟ آخر یې وویل په کور او یا د کور مخې ته دې د مڼې بوټی وکري، د مڼې دبوټي بوی هم د انسان بدن ته ګټه رسوي.

Share this page to Telegram

Comments