سره مرچک

comments 0

0 Views

اوسني روغتیاپوهان او څیړنکې په دې نظر دي چې سور مرچک دانسان بدن ته ګټه رسوي او د یوه انسان لپاره په میاشت کې د یوڅه اندازې سور مرچکي خوړل اړین دی څو په بدن کې یوشمیر د بدن د روغتیاضد مواد له منځه یوسي.
موږ ددې روغتیاپوهانو په څیړنوکې ډیرڅه نه شوویلای خو دومره وایو چې د مخه به یوناني طبیبانو یوه مریض ته درمل ورکول لومړی به ېې ورته له سره مرچکي ،غټې (خویینې )غوښې اوترشو خوراکونو د پرهیز یادونه کوله ورته ویل به ېې که له یادو شیانو دې پرهیز ونه کړ د نه روغتیا مسئولیت دې پرخپله غاړه دی.
ځنې څیړنې دي چې هغه که موږ د تجربوپه اساس منو عقیده اجازه نه راکوي لکه د سره مرچکې په اړه تازه څیړنې وایی چې څوک سورمرچکې استعمالوي د هغه شخص عمر به ترنورو سورمرچکي نه خوړونکو ډیر وي چې په دې څیړنه باور کول زموږ له عقیدی سره اړخ نه لګوي.
هو د سورمرچکې په استعمال سره به یوڅه ګټې وي چې د زیاتو خوږو خوړونکوکسانو لپاره ېې استعمال اړین دی.
که د زیاتو غوړیو او خوږو شیانو استعمالوونکې په کوم مرض اخته شی لکه د وینې فشار،کلسترول، د وینې خوړوالی او …. نو کولای شي یوڅو ورځې سورمرچک استعمال کړي هغه هم په کمه اندازه چې نوربدن ته ېې تاوان ونه رسوي.
خپله هغه څیړونکي چې د سورمرچکې په اړه ېې څیړنه کړیده په خپله وینا چې سورمرچکې د انسان بدن ته ګټې رسوي باوري نه دي داهم مني چې تاوانونه ېې زیات دي دوی وايي چې په قطعي ډول نه شي ویلی چې مرچ په رښتیا هم د انسان عمر زیاتوي او که نه مګر په دې کې شک نشته چې مرچ د التهاب او باکتریا ضد خاصیت لري او د ځینو ناروغیو مخه نیسي چې موږ ېې د مخه یادونه وکړه.
مرچکي په خوراک کې د خوړو خوند یوڅه ښه کوي اوانسان د مرچکې په استعمال سره زیات خوراک کولای شي د هغه چالپاره تاوان نه کوي چې دپوست مرض ونه لري په ځانګړې توګه په هغوسیموکې مرچک زیات خوړل کیږي په کومو سیموکې چې په خوراک کې خواږه زیات وي لکه انګور،خټکې، مڼې،وچه میوه،اویا د پسه دغوښې په استعمال سره هم مرچکې خوړل کیږي چې د پسه په غوښه کې ترنوروخوراکونو غوړوالی زیات وي .
هغه مریضان چې د پختورګو،زړه او سابندۍ ستونزه ولري مرچک ورته ترهرڅه زیات خطرناک دی.

Share this page to Telegram

Comments