سرغړوونکو نوماندانو سره جدي چلند کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیټه وايي٬ هغه کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له وخته وړاندې کمپاینونه کوي.
دوي زیاتوي له وخت وړاندې کمپاینونو په برخه کې هیڅ ډول عذر نه منل کیږي٬ او حتی هغه کسان به هم نغدي جریمه کړي چې په بیلابیلو پلمو یې لوحې لګولي دي.
پوره دوه میاشتې وروسته د ولسي جرګې لپاره نوماندان کولی شي رسمي کمپاین پیل کړي.
خو کابل او ولایتونو کې ځینو نوماندانو په بیلبوردونو عکسونه لګولي او بیلابیل پیغامونه یې ورسره لیکلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments