سرطان لپاره درمل

comments 0

0 Views

د تېرو وختونو په نسبت چې د ناروغيو ډولونه او خپل د پخوانيو وختونو پېژندل شوي مرضونه زيات شوي دي ، ورسره يې درملنې او د تشخيص موندنې وسايل هم زيات شوي دي. پخوانيو طبيبانو به يوازې د نبض پيژندنې په وسېله د انسان د مرضونو تشخيص کاوه چې کله ناکله به طبيبان د یوه مرض په اړه دوه زړي شول که د یوه مرض درمل ورکړي او د بل مرض غلبه پرې هم زياته وي؛ نو د يوه مرض په روغتیا به انسان کې دويم مرض ته زياتوالی ورکوي.
اکثر وخت روغتيايي ماهرين او طبيبان د نورو درملو ترڅنګ مريض ته د سبزۍ د خوراک سپارښتنه کوي چې د سبزو او تازه ميوو په درملنه کې د ياد وړ مرسته او ګټه رسوي.
طبيبانو د سرطان د مخنيوي لپاره د خپلو تجربو سره ښودلې چې د ټماټرو(رومي) اوبه چې ورته جوس هم وايي استعمال يې دسرطان په مخنيوي کې پوره مرسته کوي. رومي که د يوې خوا د پخلي ښکلا او ذايقه زياته وي او ترهرې سبزۍ يې استعمال زيات دی ورسره د ميوې په ډول هم خوړل کېږي ، که يوازې رومي و خوړل شي دوينې په جريان او پاکوالي کې پوره مرسته کوي ، چې د خوراک په دوام يې د سهارني ورزش وروسته د نورو مرضونو مخنيوي سبب هم ګرځي.

Share this page to Telegram

Comments