سرطان او د پیداکیدو لاملونه یې

comments 0

1 Views

هر کال په نړۍ کې لس ميليونه خلک په سرطان اخته کېږي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د مرګونو په سلو کې پنځه ویشت د سرطان له امله رامنځته کېږي.
څنګه چې فکر کیږي چې سرطان اکثر د جنتيک او محيطي عواملو په نتيجه کې رامنځته کېږي برعکس نوې څیړنې د سرطان يو عامل د حجروي تقسيماتو د خطا په نتيجه کې راتګ ښيي د خطاګانو ډيريښت د عمر سره تړاو لري.
د ۳۱ مختلفو سرطانونو څخه يوازې ۹ دانې جنتيک او محيطي عواملو په سبب رامنځته کېږي.
د صحي ژوند په کولو سره کولي شو د هر لس سرطانونو څخه دڅلورو مخه ونيسو. د مثال په ډول د شرابو نه څښل٬ دسېګرېټو نه استفاده(نه کارول)٬ منځني وزن ساتل او صحي تغذيې سره د سرطان خطر کمولي شو.
که محيطي عوامل په نظر کې ونيسو د سرطانونو ۴۰ – ۴۵ فيصده پورې زيات وزن او خرابی تغذيې، ۲۵ – ۳۰ فيصده پورې سېګرېټ، ۱۵ – ۲۰ فيصده پورې د نورو مريضيو او پاتې نور د حد نه زيات شراب، سترس، سپورت نه کول، د چاپېريال چټلتيا او هوا خرابوالي.
د نامناسبې تغذيې تر ټولو زيات دغو سرطانونو سره تړاو موندلي لويو کلمو٬ معده٬ پروستات٬ پانکراس صفرا او رحم سرطان.
سرطان په لاندې غړو کې پيدا کېږي:
مغز ۱ ٪
پوستکی ۱۰
تناسلي برخه نران ۲۰٪ ښځې ۸٪
سينه ۱۴٪
هاضمې سيستم ۲۵٪
تنفسي سيستم نران ۲٪ ښځې ۳٪
ځيګر او کيسه صفرا ۳٪
نور غړي ۸٪

Share this page to Telegram

Comments