سرخرود ولسوالۍ کې عملیات پيل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ختیځ زون کې د ملي اردو مسوولین وایي، د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې یې د ترهګرو او ورانکارو ډلو پرضد عملیات پيل کړي.
عملیات د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلی لوا منسوبینو له لورې د سیلاب ۴ نمبر۱۹ تر نامه لاندې جګړه ییز اوچاڼیز عملیات نن سهار پیل شول .
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د یادو عملیاتو په ترڅ کې په سره رود ولسوالۍ کې وسله وال مخالفین وځپل شي،سیمې به د دوی له شتون څخه پاکې او د خلکو لپاره به د هوسا ژوند کولو زمینه برابره شي .
سره رود ولسوالي د جلال اباد ښار ته نږدې پرته ولسوالي ده چې ځینو سیمو کې طالبانو او نورو ورانکارو ډلو خلکو ته ګواښونه پیدا کړي دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments