سرتېری د دې وطن اصلي بچی دی / نوید احمدڅرک

comments 0

0 Views

سرتېری هغه نوم دی چې په افغانستان کې د افغان دښمنه کړیو پروړاندې لکه سپر ولاړ وي، سرتېری د هغه چا نوم دی چې خپله
کورنۍ یې پريښې او د هېواد د دفاع لپاره شپه او ورځ ويښه تیروي، سرتېری د هغه چا نوم دی چې خپله ماڼۍ نه لري، خو د دې
زمینه برابروي چې خلک په پانګونه لوی ماڼۍ جوړې کړي، سرتېری د هغه چا نوم دی چې اخترونه یې له خپلې کورنۍ او اولادونو
لیرې وي، خو د نورو کورنیو او د اولادونو اختر ته خوشحالي ورکوي او له غمونو یې ساتي. سرتېری هغه څوک دی چې سینه یې
سپر کړې او نور هېوادوال له مرګ ژغوري، سرتېری هغه څوک دی چې خپل ځان ورته مهم نه دی، خو د یو کوچني افغان ژوند د
ژغورلو لپاره قربانۍ ته تیار دی، سرتېری هغه څوک دی چې د افغانانو دښمن هر ځای وګوري، له خطر سره ـ سره یې په سر
دریږي.
زموږ سرتېري، زموږ څخه دي، زموږ سرتېري، زموږ ورور، پلار، زوی او د کورنۍ غړي دي، زموږ سرتېري شپه او
ورځ زموږ لپاره بیداره وي چې موږ ژوند وکړو، زموږ سرتېري یواځې د معاش لپاره په دنده نه دي، بلکې د دښمن د سترګو اغزی
دی او هر کله چې دښمن غواړي ټولنې ته زیان ورسوي، له منځه یې وړي. تاسو په ننګرهار کې ولیدل چې یو سرتېري خپله سینه
سپر کړه، وروسته له هغې چې د پلټنې په یو ځای کې ځانمرګی پيژني چې چاودیدونکي توکي یې تړلي، لوی زړه کوي چې د خلکو له
ګڼې ګوڼې یې وباسي او واسکټ ترې وباسي. دا سرتېری ښه په دې پوهیده چې مرګ یې غیږ کې نیولی، خو دا چې د فراغت پرمهال
یې لوړه کړې چې د هېواد او خلکو دفاع به کوي، نو یې خپل قسم پوره کړ، په دې سره یې د هېواد یو دښمن هدف ته پرينښود او خپله
یې قرباني ورکړه. دې ته په اسلام کې استشهاد وایي، چې خپله مرګ په سترګو ګورې، خو نور مسلمانان له مرګ ژغورې، په دې تړاو
اسلام ډيرې زیاتې درجې ورکړي دي، سرتېرو له یوې خوا یو تاریخ جوړ کړ او له بلې خوا یې لوړې درجې هم وګټلې. د سرتېرو قرباني یوه
پاکه قرباني ده چې هیڅوک ترې سترګې نه شي پټولی، د سرتېرو دا میړانه یې لکه څنګه چې اوس ستایل کیږي،
تاریخونه به یې ولیکي چې د یو هېواد سرتېري څنګه مرګ غیږ کې ونیو چې نور خلک وژغوري. د سرتیرو له قربانۍ سره
دا هم ثاته شوه چې افغان ځواکونه د معاش لپاره دنده نه کوي، بلکې د وطني احساس، د هېواد او هېوادوالو د ژغورلو لپاره په دنده
دي او د مرګ په بیه دښمن ته اجازه نه ورکوي چې هدف ته ورسیږي. د سرتیرو سرښندنې به نورو سرتېرو ته مورال ورکړي چې په هره حالت کې دښمن له منځه یوسي، ولو که خپله قرباني شي. کله چې د سرتېري نوم یادیږي، نو
دا خپل د دې مانا ورکوي چې له خپل سر څخه تېر دی او د هېواد او هېوادوالو د دفاع په خاطر یې ټول خطرونه په ځان منلي دي.
ثابته شوې چې باید ولسونه د سرتېرو ترشا ودریږي او هر کله او هره برخه کې ورسره همکاري وکړي، ځکه د خلکو همکاري د
سرتېرو کار اسانوي او پرته د خلکو له همکارۍ سرتېري کمزورې کیږي، سرتېری د ټولنې د هوساینې لپاره دی او د خلکو مسوولیت دی چې همکاري وکړي او پرینږدي چې دښمن د شا له خوا افغان سرتېرو باندې برید وکړي.
د هېوادونو پوځ او پولیس ځکه بریالي دي چې خلک ورسره همکاري دي، که خلک همکاري و نه کړي، هیڅ هېواد نه قانون تطبیق کولی شي او نه ملي حاکمیت او عرضي تمامیت ساتلی شي.
موږ چې د دښمن په خوښه او دستور خپلو سرتېرو باندې ډز کو، برید کو، ستونزه ورته جوړو، همکاري ورسره نه کو، دا ټول لاملونه دي چې ستونزې زیاتې دي.
داسې هیڅ هېواد کې نشته چې خلک دې له خپلو پولیسو او ځواکونو سره همکاري و نه کړي، خو امنیت او عدالت دې ولري.
هغه هېوادونه چې ولسونه یې د نظام او حکومت ترشا ولاړ وي، بریالي دي، هغه هېوادونه تل مات دي چې ولسونه د نظامونو او حکومتو پرضد ولاړ وي

Share this page to Telegram

Comments