سرتېریه؛ هره ورځ ستا ده/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په کم وخت کې یې زیات پرمختګ کړی او د سیمې په کچه یې اوس ستاینې کیږي، په ډير څه باندې ارزي چې باید ستاینه او قدردانۍ یې وشي.
هره ورځ د سرتېري ده چې هره ورځ د خاورې په دفاع کې بوخت دی او د دې خاورې دښمن نیست و نابود کوي، سرتېری هره ورځ په لوږه او تنده کې له غرونو او دښتو په دښمن بریدونه کوي او خپل سینه یې خاورې او ولسونو ته سپر کړې ده.
د سرتېري د ورځې لپاره همدا بس دی چې اوس تر بل هر وخت افغان ولسونه پرې راټول دي او ستاینې کوي، باور پري لري چې همدا سرتېري دي چې ملي حاکمیت او نسبي امنیت یې راوستی دی، د سرتېرو قربانیو او میړانو ولسونه په راتلونکي باوري کړي او اوس تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا ده چې خلک په خپلو سرتېرو ویاړي او هر ډول ملاتړ یې کوي.
سرحدي ځواکونه د سرحدونو په کنټرول، ملي پولیس د عامه نظم په خوندیتوب، ملي اردو له کورنیو دښمنانو سره په جګړه، کمانډو ځواکونه د شپې لکه شاهین په غرونو او دښتو کې په دښمن پسې ګرځي، هوايي ځواک بیا هر ځای چې دښمن سر پورته کوي، هملته یې له منځه وړی، د ملي امنیت ځواکونه په پټ او ښکاره ډول د دښمن د پلانونو په له منځه وړلو او ځانګړي قطعې هر ځای په ډله ییزو ځانمرګو پسې سوړه په سوړه ګرځي او په لږ وخت کې یې له منځه وړي.
د افغان ځواکونو جوړښت اوس تر بل هر وخت سم دی، هر ځواک په خپله برخه کې پياوړی او زیاتې لاسته راوړنې لري، افغان ځواکونه هره ورځ د عامه نظم تر څنګ له کورني جګړه مارو او بهرنیو ترهګرو سره په جګړه دي او هره ورځ په اوسط ډول د دې خاورې ۱۰۰ دښمنان د دې خاورې وژني.
هره ورځ د سرتېري لپاره ده چې په جګړه کې بند ماشومان، میرمنې او سپین ږیري وژغوري، هره ورځ د سرتېري ده چې د دښمن ماینونه له لارو باسي او د زیاتو خلکو ژوند ژغوري، هره ورځ د سرتېري ده چې د افغانانو د دښمن پلانونه په نطفه کې شنډوي او نه یې پریږدي چې د پردیو ګټو لپاره قرباني شي.
هره ورځ د سرتېري ده چې یو زوی له پلار او پلار له زوی سره یو ځای کړي، هره ورځ د سرتېري ده چې د ښه امنیت په تامین سره میرمن له میړه او زوی له مور سره یو ځای کړي، د سرتېري لپاره به همدا بس وي چې نن د هېواد په ګوډ ګوډ کې خلکو ګلان لاسونو کې نیولي و او سرتېرو ته یې د اوږد ژوند لپاره ورکول.
سرتېریه ستا ورځ دې تاته مبارک وي، ستا ورځ دې د دې وطن خاورې ته مبارک وي چې ته پرې له خپل سره څخه تېر یې او دښمن ته اجازه نه ورکوي چې ناسمه ګټه ترې واخلي، دا ورځ دې هغوی ته مبارک وي چې ته ویښ یې او هغوی ته دې د ارام خوب بستر برابر کړی دی.
سرتېریه ! په دې ورځ هغه دښمن خفه شه چې ستا د وژلو او ستا د وطن د ورانولو پلانونه جوړوي، سرتېریه هغه مور دې بوره شي چې ستا د وژنې لپاره اولاد زیږوي، سرتېریه هغه میندې دې وغوړیږي چې ستا غوندې اولادونه راوړي چې په وطن قربانیږي.
نو په پای کې یادوونه کووم چې د کب نهمه د سرتېري ورځ وه او په دې ورځ په ټولو ولایتونو کې ولسونو د سرتېرو د ملاتړ په پار جشنونه وکړل او غونډې یې جوړې کړې، زه باور لرم چې دا ډول غونډې او جشنونه به د افغان ځواکونو روحیه لا پياوړې کړي او دښمن به یې داسې شرمنده شي چې بیا هیڅکله ټوپک ته لاس نه کړي.
دا ورځ چې نن څنګه نمانځل شوې، باید له دې څو چنده ښه ونمانځل شي چې د اسلام په نوم د ترهګرو ډلو مشرانو ته په ډاګه شي چې دا ولسونه اوس په هر څه پوه دي او د اسلام په نوم به هیڅکله د پردیو جګړې ته لبیک و نه وایي.
له سرتېرو سره مینه له جګړې نفرت او د سولې راتګ حتمي کوي، نو سرتېریه ته دې ژوندی یې چې د دې خلکو د ژوند لپاره له ځانه تېر یې.
ورځ دې مبارک شه افغان سرتېریه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *