سرتېري زموږ ویاړ دی / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغان ځواکونه اوس تر بل هر وخت پياوړي دي، د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو ته یې داسې ماتې ورکړې چې هیڅ یې په خیال کې هم نه راتلل، که طالب او نورو ترهګرو لو مالوم مرکزونه درلودلی او د خلکو په کورونو کې نه پټيدلی، نو اوس به بیخي د دې ډلې نوم پاتې نه و، خو له دې سره ـ سره بیا هم افغان ځواکونه توانیدلي چې طالبانو ته د جګړې درس ورکړي او داسې یې وځپي چې د هرې ولسوالۍ د نیولو خوب یې خیال وګرځي.
افغان ځانګړي ځواکونه او کمانډو اوس ۹۵ سلنه عملیات خپلواک کوي او هیڅ بهرنی قوت ورسره نه وي، په دې عملیاتو کې د طالبانو مهم مرکزونه له منځه تللي، یواځې سږ کال شاوخوا لس زندانونه د طالبانو مات شوي او سرتېري او ملکي وګړي تر خوشې شوي چې د طالبانو په زندانونو کې په سخت وضعیت کې و.
افغان ځواکونو باندې اوس تر بل هر وخت د خلکو باور شته، ملاتړ یې کوي او همکاري ورسره کوي، تاسو وګورئ، ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ ښکاره ځانګړې غونډې جوړیږي او سرتېرو ته ګلان غاړو کې اچول کیږي.
دا کار وروسته له هغې وشو چې پر افغان ځواکونو د خلکو باور لا زیات شو او بیلابیلو برخو او عملیاتو کې لاس ته راوړنې لري.
افغان ځواکونو ښه برخورد له خلکو سره خلک په دې مجبور کړي چې له خپلو سرتېرو ملاتړ وکړي او همکاري ورسره وکړی.
افغان ځواکونه د دښمن د سترګو اغزی دی او دښمن وسله وال ترهګر د همدې لپاره روزي چې د افغان ځواکونو پروړاندې وجنګیږي او دا ځواک یا کمزوری کړي او یا یې له منځه یوسي، خو هیڅکله به دښمن دې هدف ته و نه رسیږي، ځکه اوس افغان ځواکونو لیکو ته د ځوانانو لیوالتیا زیاته ده او د جلب او جذب مرکزونو کې زرګونه ځوانان په انتظار دي چې د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو لیکو ته جذب شي.
پاکستان او نور افغان دښمنه هېوادونه کار کوي چې افغان ځواکونو پرضد تبلیغ وکړي او دا ځواکونه د خلکو پروړاندې کم راولي، خو له دې ټولو سره سره دښمن نه دی توانیدلی چې د افغان ځواکونو پروړاندې کومه کرکه پيدا کړي، بلکې برعکس خلک پوهیږي او د افغان ځواکونو ملاتړ او ورسره همکاریو ته دوام ورکوي
تاسو ولیدل چې د رهبرانو په نوم ځينې پردي پال هر کله هڅه کوي چې د افغان ځواکونو د جګړې تقدس باندې خبرې وکړی او خپل بادار څخه اخیستونکي امکانات او پيسې ځآن لپاره حلالې وګرځوي.
خو رهبران او سیاسیون دې په دې پوه شي چې دې هدف ته هیڅکله نه شي رسیدلی، ځکه اوس د افغان ځواکونو د تبلیغاتو دستګا هم پياوړې شوې او خلکو هم په فکري لحاظ پرمختګ کړی، دا خبرې ورته پردۍ ښکاري.
افغان ځواکونه په پوره میړانه او پاک نفس باندې بهرني او کورنیو دښمنانو سره په جګړه دی او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان نظام ته خطر پيښ کړی او یا یې د له منځه وړلو خوبونه وګوري.
تاسو لیدلي چې یو پولیس، د ملي اردو یو سرتېری ځانمرګي ته غاړه ورکوي او له ګڼې سیمې څخه یې لیري وړي او بیا له ځآن سره یو ځای ځانمرګی هم ختموي، دا د څه لپاره ؟ ایا دا وطنۍ مینه نه ده، ایا دا د جګړې تقدس نه دی.
د کابل پروان هوټل مخې ته مو ځآنمرګی ولید چې غوښتل یې د خلکو منځ ته ځان ورسوي، خو یو پولیس افسر غاړه ورکوي او خلکو ته یې نه پریږدي، تاسو ولیدل چې د ننګرهار بهسود ولسوالۍ پل سره یو ملي اردو سرتېری ځآنمرګي ته غاړه ورکوي، له ګڼې ګوڼې یې لیرې وړي او بیا چاودنه کوي.
د جګړې تقدس نور څنګه وی، ایا دا کار یې د معاش لپاره کړی، ایا معاش دومره دی چې د دې په مرګ تمامیږي، ایا تاسو نه ګورئ چې د هلمند په موسی کلا او د فراه په دښتو کې سرتېري د هېواد ساتنې لپاره له کوره لیرې پراته دي او هره لحظه یې د مرګ امکان شته خو هلته پروت دی، ایا دا د جګړې تقدس نه دی.
ښکاره خبره ده چې افغان ځواکونه د جګړې په تقدس باور لري او دې وطن سره لیونۍ مینه لري، نو اړتیا ده چې د دندې په مقابل کې معاش هم اخلي.

Share this page to Telegram

Comments