سرتېري، خاورې او خلکو د ناموس ساتونکي // نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د روژې په دې مبارکه میاشت کې افغانانو تمه درلودله چې کرایي قاتلین او د جګړې سوداګر یانې طالبان به اوربند وکړي، افغان ځواکونه او عام افغانان به په ارامه عبادت وکړي او روژه به پرته له وینې تویدنې تېره کړي، خو طالبانو دا وړاندیز او د خلکو غوښتنه و نه منله او فکر یې وکړ چې ګنې افغان ځواکونه او یا حکومت یې جګړه کې وارخطا کړی، خو داسې نه ده، خلک ژوند غواړي او ژوند یواځې په سوله کیدلی شي، نه په جګړه کې.

تاسو ولیدل چې د روژې مبارکه میاشت کې لومړی په بغلان کې ډله ییز بریدونه وکړل لسګونه کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې او له هغې وروسته یې کابل کې ځانمرګي ډله ییز بریدونه وکړل او خلک یې وډار کړل.

له دې ډول بریدونو د طالبانو یو هدف دا دی چې د اسلام مبارک دین خلکو ته ناسم وروپيژني، لکه څنګه یې چې ویلي دي چې جګړه په روژه کې ثواب لري، په داسې حال کې چې زموږ دین له جګړې په سوله ټینګار زیات کړی دی، خو د طالبانو مشران چې د جګړې له درکه عواید لري، په جګړه تمرکز کوي او هیڅکله نه غواړي چې سوله راشي.

که چیرې اوربند وایي، زموږ سرتېري به نن روژه په خوله په سنګرونو کې ستړي او بې خوبه نه وای، نن به زیات شمېر سرتېري یا کورونو کې له اولادونو او کورنیو سره وی او یا به په مرکز او سنګرونو کې ارام روژه ماتي درلودله.

سرتېری روژه په خوله ټوله ورځ او شپه ناست وي چې د دې هېواد، خاوري او دخلکو له ناموس دفاع او ساتنه وکړي، سرتېری بې خوبه او ستړی څوکیداري کوي چې د جګړې سوداګري او کرايي قاتلین یې پر پوسته او یا د کوم افغان په کور او ناموس برید و نه کړي.

طالبانو چې د جګړې لپاره پنجابیان هم له ځان سره ملګري کړي، تل هڅه کوي چې ګډوډي جوړه کړي او پنجابي ته هیڅ مهمه نه ده چې د چا ناموس واخیستل شو او د ګران افغانستان کوم ځای ویجاړ شو.

که مو سم دښمن سره مخه وای، هیڅکله به دومره ډير جنجالونه نه وای، داسې دښمن سره مخ یو چې هیڅ د جګړې اصولو او قوانینو ته ما پابند نه دی، هر هغه کار کوي چې زیات افغانان پکې ووژل شي او هر هغه کار کوي چې لا ډيره ګډوډي رامنځ ته شي او له نورو هېوادونو په جګړه باندې پيسې او امکانات ترلاسه کړي.

خو له نیکه مرغه چې تېرو څو کلونو کې افغان سرتېرو دا بزدله دښمن نه دی پريښی چې ارمان یې ووځي، یا کومه سیمه ونیسي او یا په کوم ځای باندې واکمني وکړي.

افغان ویښ بیداره ځواکونه شپه او ورځ د دې هېواد او ولس د ساتنې لپاره کار کوي او په دې لار کې یې سر په تلي کې نیولی دی او له هیڅ دښمن ډار نه لري.

افغان ځواکونه د سولې لپاره جګړه کوي او تر هغې به دښمن ترفشار لاندې ونیسي، تر څو یې چې سولې ته غاړه نه وي ایښي.

افغان ځواکونه په احتیاط سره قدم اخلي او ډير کله یې عملیات ځکه ټکني وي چې نامرده دښمن له خلکو د سپر په توګه او له کورنو یې د سنګر کار اخلي.

Share this page to Telegram

Comments