ستونیا افغان حکومت سره په بیلابیلو برخو کې همکاري اعلان کړه

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د استونیا ددفاع وزیر جوري لوییک د خپل هیواد همکاري اعلان کړه.
نوموړي له افغان ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي.
دده په خبره دوی همدا راز د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم ادامه ورکوي. لوییک ویلي چې هېواد یې د سایبري امنیت په برخه کې لویه تجربه لري او غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرسته وکړي.
ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې د استونیا له همکاریو مننه کړې ده او د ناټو په چوکاټ کې یې ددوی هڅې ستایلې دي.
ولسمشر ویلي، افغانستان د ملګرو هېوادونو همکاریو او ملاتړ ته اړتیا لري څو وکړی شي په سیمه کې د همکارۍ په مرکز او محور بدل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments