ستانکزی: پر رازق برید پاکستان کې پلان شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت عمومي رییس وایي، هغه بریدګر چې د کندهار ولایت مقام کې یې لوړپوړي چارواکي په نښه کړل، په جعلي تذکره، جعلي نوم او شخصي تضمین د والي ساتونکی مقرر شوی و.
د ملي امنیت عمومي رییس په مشرۍ یو پلاوي لومړنیو څېړنو ښودلې چې برید له ډيورنډ کرښې هاغاړې پلان شوی و.
ستانکزی وایي، بریدګر له برید ۱۵ دقیقې وړاندې له ډیورنډ کرښې هاغاړې له یو کس سره دوه نیمې دقیقې خبرې کړي دي.
د برید په تړاو شاوخوا پنځلس کسان نیول شوي چې شک پرې کیږي له بریدګر سره به یې همکاري کړي وي.
له دې سره د ملي امنیت د مخکیني رییس مالومات ښيي چې برید د حقاني شبکې او ای ایس په ګډه پلان سرته رسیدلی دی.
رحمت الله نبیل وایي، ملا شیرین او تاجمیر دا برید پلان کړی و چې دواړه له حقاني شبکې او ای ایس ای سره نږدې اړیکې لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments