ستانکزی: نظام کې پنځم ستون شتون نلري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تیره ورځ د ملي امنیت عمومي ریس او نور امنیتي چارواکو استجواب لپاره مشرانو جرګې ته بلل شوي ول.
محمد معصوم ستانکزي وويل، په نظام کې پنځم ستون شتون نلري او دغه بهیر سیاسي ګوندو حکومت پر وړاندې په لاره اچولې دې.
ښاغلي ستانکزي وويل، پنځم یا هم شپږم او اوم ستون شتون نلري دا یو سیاسې لوبه ده چې مخته بیول کیږي او ویل نشو چې هر څوګ په ولسمشرې مانې کې پنځم ستون دې.
د پولیسو عموي ریس سالم اساس پر لاریونکونکو نیوکې وکړې او وویل چې تیر شوې لاریون کابل کې غیر قانوني وه چې له امله یې د مشرانو جرګې غړیو پر دغو څرګندونو نیوکې وکړې.
د مشرانو جرګې معاون علم ایزدیار وویل: چې لاریون کوونکو له خیرخانې تر برید ځایه هیڅ پولیس ته ضرر نه دې رسولې او زما زوې چې دغې پيښي کې شهید شو خلکو ته يې ویلي وه چې پولیس زمونږ ورونه دي پام کوي چې لاس پر ګریوان نشې.
استانکزي چې استخباراتي ارګان کې ځینې نواقص منل وویل مونږ د ترهګرو بریدونو نه په پوره قوت مخنیوې کوو او په دغې لاړه کې مونږ لاسته رواړنې هم لرو.
د یادونې وړ دې چې د کابل د خونړۍ پیښې وروسته، مظاهره کوونکو د امنيتي مشرانو د ګوښه کیدوغوښتنه وکړه، خو حکومت دا غوښتنې رد کړي دي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *