سبز پوش کې بریالي عملیات

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: له فاریاب څخه راپورونه وایي، چې د نوید په نوم د افغان ځواکونو په پيل شویو عملیاتو کې ۲۳ وسله وال وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د فاریاب امنیه قومندانۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د پیل شویو نوید ۸ عملیاتو پر مهال ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د اعلامیې په حواله په وژل شوو کې د خواجه ناموسی ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوی ولسوال او څلور قوماندانان هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د دغو عملیاتو پر مهال ۳۰ کلي هم تصفیه شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply