سبزي پلو يا زمرد پلو

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- ورجي يو كيلو .
2- سبزي پالك يو كيلو .
3- غوښي يا چرګ يو كيلو .
4- غوړي ( 500 ) ګرامه .
5- آلو بخارا ( 300 ) ګرامه .
6- مستې يونيم ګيلاس .
7- د هګۍ ژړ دوې دانې.
8- سره كړي پياز درې كاچغي.
9- زعفران يوه كاچغه
د پخولو طریقه:
د سبزيو پاڼگـي پاكوو، نارونه يې ځني ليري كوو او په ډېر ځېر سره يې مينځو. بيا يې د يوه ګيلاس اوبو او لږ مالګي سره ايشوو چي لږ نرم سول د سبزيو دېګ را كښته كوو، په صافي كي يې اچوو چي اوبه يې وننيږي بيايې د دوو، درو كاچغو غوړو سره لږ سره كوو او سره كړي پياز ور اچوو او د اور څخه يې را كښته كوو. بيا غوښي يا چرګ پخوو؛ چي نيم ګيلاس ښوروا ولري. ورجي د مخه لا خيشتې كوو، بيا يې صافوو د هګۍ ژړ، مستې او لږ زعفران چي په ايشولو اوبو كي حل سوي وي ګډوو او نيمى سبزي ور سره ګډوو، د كاچغي په شا باندي سبزي ټكوو او بيا لږ ورجي ور اچوو بيا غوښي يا چرګ يا كوفته پر اوډو بيا آلو بخارا ور اچوو پاته سبزي يې پرسر ور اچوو او پاته ورجي پرسبزيو باندي اچوو او سبزي په پټوو بيا يخني ددرو، څلورو كاچغو غوړو سره ګډوو،لږ زعفران ور اچوو او پر ورجو باندي يې اچوو، سر يې پرايږدو او ديونيم ساعت لپاره يې پراور باندي دموو البته لږ اور يې پر سر باندي هم ور اچوو.
صحت:

Share this page to Telegram

Comments