سبا سې شنبه په هندوستان کې تر ۱۹ کلنو سیالیو پيلېږي

comments 0

18 Views

هندوکش_ سپورت: په هندوستان کې تر ۱۹ کلنو د کم عمره کرکټ لوبډلو ترمنځ پيلېدونکو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی وايي چې ټول لوبغاړي د دوی د مهارتونو او وړتیاوو په پام کې نیولو سره ټاکل شوي او په روانو سیالیو کې به ښه نتیجه ولري.
ښاغلی احمدزی وايي، هڅه‌يې دا ده چې راتلونکي اسیايي او نړیوال جام ته له اوسه پر ۱۹ کلنې لوبډلې کار پيل کړي.
د ټاکل شوې لوبډلې په نوملړ کې د لوبډلمشر فرهان ذاخېل تر څنګ، عبدالرحمن رحماني، محمد حسن خان، عارف خان دولتزی، نويد محمد، اعجاز مهران، ریاض حسن، عابد محمدي، شفیق‌الله غفاري، محمد اسحاق ځاځی، عبدالله تره‌خېل، عابدالله تڼيوال، احسان‌الله مندوزی، اسلام خان ځاځی، جمشید میر علي‌خېل، احمد ظاهر پټان او فضل‌الحق شامل دي.
همدارنګه په احتیاطي لوبغاړو کې بیا رضوان منګل، صابر حنیف او نور احمد غوره شوي دي.
په هندوستان کې کېدونکو سیالیو کې چې سبا سې شنبه پيلېږي، پر افغانستان سربېره په‌کې د سوېلي افریقا او د هندوستان تر ۱۹ کلنو د کم عمرو دوه لوبډلې الف او ب ګډون لري.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments