سبا ته افغانستان له وېسټ انډیز سره یواځینۍ ټېسټ لوبه پیلوي

comments 0

16 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان او وېست انډیز د کرېکټ لوبډلو تر منځ له یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو وروسته د دواړو لوبډلو تر منځ سبا ته یواځینۍ ټېسټ لوبه پیلیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د دغه لوبې لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله هم اعلان کړې ده.
په دې لوبډله کې راشد خان، اصغر افغان، ناصر جمال، زهير خان، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، کريم جنت، قيس احمد، اکرام علي خېل، افسر ځاځى، يمين احمدزى، حمزه هوتک او نجات مسعود شامل دي.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حشمت الله شهيدي او سيد شېرزاد د ټپونو له کبله په لوبډله کې نه دي شامل شوي.
دغه لوبه به په هند کې د روانې نومبر مياشتې په ۲۷مه نېټه پیل او د ډسمبر تر لومړۍ نېټې به دوام ولري.
د يادولو ده، چې افغانستان تر دې وړاندې له ويسټ انډيزه د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ګټلې، خو د يو ورځنيو لوبو لړۍ يې بايللې وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments