سبا افغانستان له هند سره مخامخ کیږي

comments 0

157 Views

هندوکش – هندوستان: ټاکل شوې سبا پنجشنبې د افغانستان او هندوستان کرکټ لوبډلې په یوه تاریخي ټیسټ سیالۍ کې سره مخامخ شي.
هندي او نورې نړیوالې رسنۍ په دې سیالیو زیاتې تبصرې لري او د افغان لوبډلې په وړتیاو خبرې کوي.
افغان لوبډله کې په سپنرانو باندې زیاتې تبصرې کیږي چې کولای شي د هند کرکټ لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړي.
راشد خان، مجیب، نبي عیسی خېل او ظاهرخان هغه توپ اچوونکي یادیږي چې د هند پروړاندې به ښه توپ اچوونه وکړي.
له دې سره د هند په لوبډله هم تبصرې زیاتي دي چې له زیاتو تجربو برخمن دي او افغان کرکټ لوبډلې ته به ډیرو برخو کې ستونزې جوړې کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments