زیړوک کې درې طالبان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: راپورونه وایي، د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې دری طالبان نیول شوي.
د پکتیکا امنیه قوماندان محمدعظیم هاشمي وايي، دا طالبان د ملي پولیسو په ځانګړې کمین کې له یو عراده ډاټسن موټر سره نیول شوي دي.
هاشمي زیاتوي، له نیول شویو طالبانو سره یوه پایه کشفي مخابره او ځیني نور جنګي توکي هم نیول شوي دي.
طالبان اوس تر څېړنو لاندې دي چې د چا په دستور به یې کوم ډول وسله وال فعالیت کاوه.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *