زیانمنو کسان ته مرستې رسیدلي

comments 0

36 Views

هندوکش – کابل: د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، ولایتونو کې د وچ کالۍ له اړخه زیانمنو کورنیو ته مرستې رسېدلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، زیانمنو سیمو ته یې بېړنۍ مرستې رسولې؛ خو زیات شمېر کسان لا هم له مرستو پاتې دي.
ولسمشر غني د کلیو پراختیا او کرنې وزارتونو ته سپارښته کړې، چې د هېواد په کچه وچکالۍ ځپلو کورنیو سروې وکړي او بېړنۍ مرستې ورته ووېشي.
نصیر احمد دراني وایي، هغه غنم او نور توکي چې په واک کې لري وچکالۍ ځپلو ته یې رسولي او نورو ته به یې هم ورسوي.
هغه د ټولو سیمو خلکو ته رسیدګي ستونزمنه یاده کړه، ځکه چې دا وزارت زیاتې پيسې او امکانات په واک کې نه لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments