زکام مو له یادو ناروغیو ژغوري

comments 0

0 Views

نزله زکام په خپله یو وایروسي ناروغتیا ده خو ساینس پوهانو ددې ناروغۍ داسې فایده ښودلي چې انسان حق حیرانوي، د برتانيي مشهوري ورځپاڼې میل آنلاین پخپل یو راپور کې وايي، نزله کې یو ډول وایروس شتون لري چې دغه وایروس د مثاني سرطان له مینځه وړي، دغه وایروس ته کوکسایکي وایروس( coxsackievirus ) وايي.
دغه څیړنه د برتانیې سرې پوهنتون ( University Of Surrey ) لخوا په ۱۵ ناروغانو تر سره شوي چې دې ټولو د مثاني سرطان درلود چې په دې ټولو ناروغانو دغه وایروس ښه اثر وکړ او ټولې د سرطان څخه متاثره حجرې بیرته جوړې شوي. له دغو ناروغانو څخه یو داسې بیرته جوړ شو چې ۱۰۰ فیصده يې بیا د سرطان ناروغي نه درلوده.
ددغې څيړنې مشر ډاکټر هارډیف پیندها وايي، زموږ په دغه څیړنه کې داسې حیرانونکي نتیجه مخ ته راغله چې د مثاني سرطان له مینځه وړو کې یو انقلابي قدم ده، د حیرانیدو خبره خو دا ده چې دې ویروس انسان ته نور هیڅ ضرر ونه رساوه.

Share this page to Telegram

Comments